خبرونهټولنه

په بغلان کې  د ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د مرغومي ۲۶مه، باختر

د بغلان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان – نهرین ولسوالۍ پر لاره د دوو موټرو د ټکر له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د دروازه سړک په سیمه کې د یوه پاسو او هینو موټر  د ټکر په پایله کې ۴ تنه مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.

برهاني زیاته کړه، چې په ټپيانو کې دوې ښځې هم شاملې دي، چې د ولسوالۍ روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته