خبرونهاقتصادټولنه

په بغلان کې د برېښنا د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل، د لېندۍ ۱۳ مه، باختر

د بغلان د برېښنا ریاست مسؤلین وايي، چې په دې ولایت  کې د برېښنا د یوې پروژې په بشپړېدو سره  له سلو زیات پېرودونکي له برېښنا برخمن شول.

د بغلان د برېښنا رییس ملا سردارولي حمزه وویل، چې د بغلان برېښنا ریاست د شبکې پراختیا لړ کې دا ځل په الله خان کلي کې د ۱۶۰ کېلوولټ امپیر په ظرفیت یو ترانسفارمر نصب او پرانیستل شو او خلکو ته یې د برېښنا وېش پیل شو.

حمزه زیاته کړه چې د دې ترانسفارمر په پرانېستنې سره له ۱۰۰ زیات پېرودونکي 

له برېښنا څخه برخمن شول. 

مسؤلین وايي، چې دا پراختیايي پروژه له پخوانیو نیمګړو پاتې شویو پروژو څخه وه چې اوس بشپړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

په ورته مهال د بغلان اوسېدونکی صبرالدین وايي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره خلکو ته د برېښنا په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شوي او غوښتنه کوي چې ورته پروژې باید ډېرې پلي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته