په بغلان کې د اوبو لګولو د لسګونو پروژو د کار پيل

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالى د ملي پروژې له خوا په بغلان ولايت کې د اوبو لګولو او کرنې د شپږ څلويښتو پروژو کارپيل شو .
په دغو پروژوکې د اوو ژوروڅاګانو کيندل، د اوبو د اوو زيرمو جوړول او دغه راز د مميزو د ساتنې د دوو زيرمو جوړول شامل دي چې د يو څلويښتو مليونو او دوه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړيږي.
د بغلان ولايت د کرنې او مالدارۍ د بڼوالى د ملي پروژې مسوول محمد غلام ملاخيل باختر آژانس ته وويل: دغه پروژې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د بورکې، نهرين ، انداربونو، تاله او برفک ، مرکزي، بغلان او دوشي په ولسواليو او پلخمري کې چې زيات بڼونه لري او د اوبو کمښت لري؛ د بڼوالو د شوراګانو له خوا تطبيقيږي .
خبرځاى زياته کړه: ددغو پروژو په بشپړيدو سره به په دغو ولسواليوکې د بڼوالو د اوبو د کمښت ستونزه لرې شي.