په بغلان کې د اوبو ديوه کانال دکارپه بشپړيدو سره څه ناڅه دوه سوه جريبه ځمکه خړوبېږي .

 کابل/ باختر/ دغبرګولي دمياشتې١٦نيټۀ :
په بغلان ولايت کې د کرنيزو ځمکو د اوبو د يوې شبکې دجوړولو کار د ولسي تړون دملي پروګرام له خوا بشپړ او دخلکو  داستفادې وړ وګرځيدې .
دکليو دبيا رغاونې او پراختيا وزارت دولسي  تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته وويل د کرنيزو ځمکو د اوبو دغه شبکه د يو مليونوپنځه سوه  افغانيو په لګښت دکليو دبيارغاوني  اوپراختيا وزارت  د ولسي تړون دملي پروګرام  له بودجې څخه دبغلان ولايت د نوي بغلان په ولسوالۍ  کې جوړه شوې ده .                دکرنيزو ځمکو د اوبو دغه شبکه د ٢٢٥ جريبه ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري     اوله اسانتياوو څخه يې په نوي بغلان کې  ٢٢٠  کورنى ګټه اخلي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته