کابل باختر دوري نهمه
افغان لرغون پوهان په بغلان ولايت کې دکوشانيانو په دورې پورې ديوې اړوندي اډيرې په کشفولو بريالي شول .
دغه اډيره ددوشي ولسوالۍ په کيله ګي دښته کې دافغان لرغون پوهانو د پلټنو په بهير کې کشف شوې ده .
په دې اډيره کې چې نن سهار وپيژندل شوه دکوشانيانو دمړو په لسګونو قبرونه جوت شوي دي .
په بغلان ولايت کي داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون پوهنې د ټيم مسوول څيړنپوه کتاب خان فيضي باختر اژانس ته وويل دهغوى دلومړنيو څيړنو له مخې، دغه اډيره په کوشانيانو پورې اړه لري .
دکوشانيانو دوره له لومړي پيړۍ څخه تر پنځمې ميلادي پيړۍ پورې رسيږي .
دروايتونو له مخې، دکوشانيانو د دورې په ګډون دپخوانيو اديانو پيروانو خپل مړي زياتره په سترو مټونو او خمونو کې ايښودل .
په همدې حال کې داطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست نظام الدين توخي باختر اژانس ته وويل، هغوى ددغې تاريخي اډيرې د څرګندولو او ساتلو کار پيل کړي دي .
افغانستان د څو زره کلن تاريخ په لرلو سره تل دسترو تمدنونو ډګر دى