ټولنه

په بغلان کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي په کمښت ژمنه وشوه .

کابل باختر د ليندي اوومه :
دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو نړيواله ورځ  پرون  په بغلان کې ونمانځل شوه .
  دباختراژانس  دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه  دبغلان والي  عبدالحى نعمتي  دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو په خاطر په جدي مبارزې باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې ښځې  دټولنې  نيمايي وګړي  دي  چې داسلام دمبين دين له پلوه لوړ مقام  اوځاى لري .
  دبغلان والي وويل:  داسلام مقدس دين  دښځو پرخلاف  هر راز تاوتريخوالي مردود بللى دى او  دښځو دسپکاوي مخنيوى د ټولنې  دټولو وګړو اخلاقي مسووليتونه  وبلل .
دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې  خديجې  يقين وويل  چې په بغلان کې دښځو پرخلاف  تاوتريخوالي  مخ په زياتيدو دى او چارواکو دهغه دکمښت په کار کې  ژمنه وکړه .
دغونډې په پاى کې يوشمير ممتازو  ښځو ته  ستاين ليکونه هم ورکړ شول .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته