ټولنه

په بغلان کې ديوې اميد وارې ميرمنې ځان وژنه .

کابل باختر د سلواغې  لومړى :
په بغلان ولايت کې يوې ځوانې  ميرمنې چې ويل کيږي اميد واره وه ، ځان وواژه .
  دري ويشت کلنې  پلوشې  له خپل ميړه سره له ناندرو وروسته ځان او خپل دوه نيم کلن زوى په سيند کې وغورځول  او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه .
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغې ښځې  دځان وژنې په وخت کې ماشوم  په ګيډه کې درلود .
عيني شاهدان وايي دغې ځوانې ميرمنې خپله چادري او بوټان دسيند په غاړه کې ايښې وو .
دپلخمري ښار دلومړي امنيتي  حوزې آمر څارمن ذبيح الله  دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه ځوانه ميرمن دپلخمري ښار دترانسپورت بندر دساحې اوسيدونکې وه او دکورني تاوتريخوالي له امله يې ځان  او خپل دوه نيم کلن زوى په سيندکې لاهو کړل او خپل ژوند يې پاى ته رسولې دى .
ده زياته کړه چې ددغې ميرمنې او دهغې دکوچني زوى  مړي نن له سيند څخه وايستل شول او دپلخمري ولايتي روغتون ته وليږدول شول.  ويل کيږي چې ددغې ميرمنې ميړه دقضيې په تور نيول شوى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته