کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ نيټه :
١٢تنه وسله وال طالبان پرون په بغلان ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمدحنيف رضايي باخترآژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان د بغلان ولايت د مرکز خلازايو په سيمه کې د هېواد د هوايي ځواکونوپه بريد اوله پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې د طالبانو د ډلې يوقوماندان سيدجان هم شامل دى.
رضايي زياته کړه چې؛ په دې بريد کې ٩ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د يو بل خبرله مخې؛ د پلخمري د باغ شمال او د چشمه شېر په سيمو کې د جګړو په بهيرکې يو ډار اچوونګى ووژل شو او دوه تنه نورټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ