په بغلان کې دوه تنه له نشه يي توکوسره ونيول شول

پلخمري  باختردکب دمياشتې٢٩ نيټه :
د بغلان پوليسو څه ناڅه  ديرش کيلوګرامه  نشه يي توکي کشف اوضبط کړل.
د بغلان  امنيه قوماندان  جنرال اکرام الدين سريع دباخترآژانس خبريال ته وويل  ؛ دغه توکي  د دوو کرولا موټرونو په واسطه کابل ته لېږدول کېدل،خو تېره شپه  د شمرق د پلټنې د پوستې  په ساحه کې د پوليسو له خوا ونيول شول.
د بغلان امنيه قوماندان  وويل  د دغې پيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي او له هغوى څخه پوښتنې دوام لري.  پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته