په بغلان کې دنويد عمليات پيل شول

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
دنويد په نامه دافغان اوايساف دځواکونو عمليات پرون دبغلان ولايت داندراب په درې ګونو ولسواليو کې پيل شول.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد باختراژانس ته وويل دغه عمليات پرون دملي اردو ، ملي پوليسو  اودايساف  دځواکونو له خوا داندراب په دريو ولسواليو کې پيل شوي دي .
شيرزاد ددغو عملياتو هدف له وسله والو ډلو او غيرمسوولو کسانو څخه ددغو
ولسواليو   دکليو اوبانډو پاکول  وبلل چې په دغو سيمو کې دستونزو او نااراميو سبب شوي دي .
ده زياته کړه چې دغيرمسوولو وسله والو کسانو شتون دقانون دتطبيق اوددغو ولسواليو  دبيارغاونې  دبهير په وړاندې مهم خنډ و.
دغه راز دده صلاح ولسوالۍ دکوتل مرغ دکلي دشورا رييس شمس الدين دعملياتو دپيل له امله  دهرکلي په ترڅ کې وويل دغير مسوولو کسانو اوپه تيره بيا له وسله والو ډلو څخه دوسلو راټولول  دبيارغاونې اوددغو ولسواليو  اوسيدونکو ته دسوله ييز ژوند  زمينه برابروي.
ديادونې وړ ده چې دامنيتي ځواکونو  اوپه تيره بيا دپوليسو له خوا دفشار په راوړلو سره دغيرمسوولو ډلو مشرانو پرون دلومړۍ ځل لپاره دبغلان دوالي سلطان محمدعبادي  په شتون دغيرمسوولو کسانو دشتون په باب خبري وکړي او ددغې ستونزې په لري کولو کې يې دهمکاري ژمنه وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته