په بغلان کې دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل.
کابل باخترد وري دمياشتې ٢٣ :
په بغلان ولايت کې دځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه پوځي عمليات پرون ددغو جګړه مارانو دقوماندان دنيولو په خاطر دبورکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوى و خو دى په ساحه کې نه و.
باختراژانس دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دغو جګړه مارانو ددوى په پټنځي کې د افغان پوځيانو او دبهرنيو ځواکونوله خوا بريد وشو او ووژل شول.
ناټووايي چې دغه قوماندان وسله والو طالبانو او دازبکستان اسلامي تحريک ته کار کاوه .
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې،افغان پوځيانو اودناټو ځواکونو ددغه قوماندان دنيولو لپاره هلې ځلې زياتې شوي دي.
ويل کيږي چې پوځيانو ددغو عملياتوپه بهيرکې ددغې تروريستي ډلې دجنګي وسايلو ډپيو هم ترلاسه کړې ده.
له بلې خوا ناټوديوې خبرپاڼې په خپرولوسره دهلمندولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې ددوو تنو وسله والو طالبانو دوژل کيدو خبرورکړ.
دغه جګړه ماران په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې دافغان پوځيانو اودبهرنيو ځواکونوله خوا پرې بريد وشو او ووژل شول .