په بغلان کې دملي پيوستون ٤١ پروژې پرانيستل شوې .
کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
په بغلان ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام ٤١ پروژې بشپړې او اته پنځوسو زرو کسانو ته يې لازمې آسانتياوې برابرې کړې دي .
دبغلان ولايت دملي پيوستون دپروګرام مسوول انجينير نصرت الله رشيدي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژو کې د ټولنيزو مرکزونو ، د اوبو دبند او دمحافظوي ديوالونو جوړول .دپلونو او پلګوټو په جوړولو سره دسړک اوارول او کريړ اچول ، دښوونځيو جوړول ، د اوبورسولو دشبکو تمديدول ، دڅښاک د اوبو د څاګانو کيندل ، دبريښنا دکوچنيو پروژو جوړول او نورې پروژې شاملې دي چې دڅلوروشپيتو مليونو افغانيو په لګښت دبورکې، تاله او برفک ده صلاح ، نهرين ،بنو او دهنه غوري په ولسواليو دملي پيوستون دپروګرام په چوکاټ کې تطبيق او عملي شوې دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغو پروژو په تطبيق سره په دغو سيموکې دڅو کلنو ستونزو په لرې کيدو سربيره په دغو ولسواليوکې ٥٨٨٩٥تنو ته آسانتياوې برابرې شوې دي.