امنیت

په بغلان کې دملي اردو دڅلورو تنو ځواکونو شهادت .

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
دملي اردو څلور تنه منسوبين نن په بغلان ولايت کې په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندنۍ وياند احمد جاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل دکيله ګي  په دښته کې دملي اردو په دريم کندک  پورې داړوندو منسوبينو دسپرلۍ موټر ددوشي ولسوالۍ په بولداغ ساحه کې په واټ کې  په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې له امله يې دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان او يوتن بل ټپي شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دپيښې ټپي هم روغتون ته دليږدونې په لاره کې ساه ورکړ .
  ددولت وسله وال مخالفين دامنيتي ځواکونو دکاروانونو په لاره کې د ماينونو په ښخولو سره له امنيتي ځواکونوسره په مقابله کې  خپله کمزورتيا په ډاګه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته