ټولنه

په بغلان کې دقانونمند نظام ملاتړ وشو .

کابل باختر د زمري دويمه :
يوه ستره غونډه پرون  په بغلان ولايت کې د هېواد دقانونمند  نظام په ملاتړ جوړه شوه .
دغه غونډه چې دديني عالمانو ،  دقومونو دمشرانواو دمدني ټولنې دغړو په ګډون  جوړه شوه دبغلان  والي عبدالحي نعمتي دنظام او دولت ملاتړ دهر افغان ملي وجيبه وبلله او دقومونو ترمنځ يې  په يو والي  ټينګاروکړ . او  دقانون تطبيق يې  په ټولو يوشان  قانونمند نظام له ښيګڼو  څخه وباله .
په دې  غونډه کې دعالمانو  په استازيتوب  مولوي رحم خدا عمري داسلامي نظام اطاعت  داسلامي لارښوونو برخه وبلله او له  خلکو څخه يې وغوښتل چې دټوليزې  او اوساينې  لپاره  دقانون او قانونمند نظام ملاتړ وکړي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته