کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢١ :
د بغلان ولايت دملي امنيت موظفينو تيره شپه د وسله والو طالبانو يو سرګروپ ونيوه.
د بغلان ولايت د ملي امنيت درياست يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل : دوسله والو طالبانو سرګروپ زمرى چې دمرکزي بغلان په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو پرخلاف په ورانکارو عملونو بوخت و ، ونيول شو .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې : نيول شوى سړى چې خپل هويت يې افشا کړ وويل: له څه مودې راپه دې خوا له خپلو افرادو سره دامنيتي ځواکونو پرخلاف جنګيدلى دى.
ويل کيږي له ده څخه يو کلاشينکوف هم ترلاسه شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ