کابل باختر د ثور دولسمه :
په بغلان ولايت کې دوسله والوطالبانودډلې يو قوماندان ملا ښاروال ضمير له څلورو تنو افرادو سره يې له جګړې څخه لاس واخست او عادي ژوند غوره کړ .
دوسله والوطالبانو دډلې دغه قوماندان تراوسه پورې دتاله اوبرفک ولسوالۍ په ځينو سيموکې په تروريستي فعاليتونو بوخت و.
ملاښاروال ضمير وايي چې له دې وروسته به دخپل هيواد په بيا جوړولو او دامنيت په تامينولو کې ونډه واخلي
ده له نورو وسله والو طالبانوڅخه وغوښتل چې دپرديو په لارښوونه دې دخپل هيواد له ويجاړولو څخه لاس واخلي او دسولې لاره دې غوره کړي
دبغلان ولايت دتاله اوبرفک ولسوال فيض محمد اميري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دسولې له پروګرام سره دملاښاروال ضمير پيوستون به په دغې ولسوالۍ کې دامنيتي حالت په ښه والي باندې مثبته اغيزه وکړي
ويل کيږي چې دغه قوماندان دبغلان ولايت دملي امنيت دمسوولينو دهڅو اوهاند له امله دسولې لاره غوره کړې ده .
0 1 دقیقه لوستل