امنیت

په بغلان کې دطالبانوپه بريد کې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
په بغلان ولايت کې  دملکي وګړو دسپرلۍ په موټر  دوسله والو طالبانو دبريد له امله يو تن ووژل شو او  دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه  نن سهار  دمرکزي بغلان ولسوالۍ  دچارشنبې تيپې په ساحه  کې هغه وخت رامنځته شوه چې  يوې ډلې يرغلګرو  په دغو ملکي وګړو ډزې وکړې.
دبغلان ولايت دامن او عامه نظم دکنډک  قوماندان برهان الدين زاهد دباخترآژانس  خبريال ته وويل  چې دطالبانو په دې بريد کې يو ملکي وګړى ووژل شو  اوديوې ښځې په ګډون  دوه تنه نور  ټپيان شول.
دغه امنيتي مقام وايي : دغه ملکي وګړي په خپل موټر کې روان وو  چې ديرغلګرو له خوا  پرې ډزې وشوې .
درارسيدلو خبرونوله مخې  د دغو ډزو  په بهېرکې طالبانو غوښتل  د دغه موټر سپرلۍ له ځانه سره يوسي   خو دامنيتي  ځواکونو په رسيدوسره  په دې کار بريالي نه شول.
ويل کيږي  له دغو يرغلګرو سره  دامنيتي ځواکونو دنښتې په بهيرکې دوه تنه يرغلګر ټپيان شول   او له ساحې څخه تيښتې  ته اړ شول.
دبغلان دعامې روغتيارياست يو مسوول  ډاکتر شاه محمد هوفياني وايي  چې ټپيان  له درملنې وروسته  له روغتون څخه رخصت شول.
په همدې حال کې  د بغلان امنيتي مسوولين  وسله وال طالبان ددغه  خونړي بريد مسوول بولي او وايي  چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره  هلې ځلې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى .
دوه  اوونۍ مخکې هم   په همدې ساحه کې يوې ډلې يرغلګرو طالبانو په ملکي وګړو ډزې وکړې  چې له امله يې  اوو   تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته