ټولنه

په بغلان کې دشپږ پنځوسو بنسټيزو پروژو جوړول

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې په بغلان ولايت کې  شپږ پنځوس  بنسټيزې پروژې  جوړې شوې دي .
  دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس انجنير عبدالرب  حکيمي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې له دغو پروژو څخه  څليرويشت پروژې يې  بشپړې شوي دي  او  دوه ديرش نورې پروژې چې  دڅښاک د ديرشو څاګانو کيندل ،  دڅليرويشتو کيلومترو په اوږدوالي دسړک  پخول، په اوو ولسواليو کې  ديوسلو  اوه اتيا کيلومترو په اوږدوالي  په سړکونو  کريړ اچول  او دغه راز  دموټرو دتګ راتګ  دشپږو پلونو  جوړول او د يو زرو شپږ سوه  څلور ديرشو مترو په اوږدوالي دمحافظوي ديوال او داوبو  ديو سربند جوړول پکې شامل دي چې کار يې  دوام لري .
ده  له دغو پروژو څخه د استفاده کوونکي  شمير  څه دپاسه  شپاړلس زره  کورنۍ وبللې او زياته يې کړه چې  په دغو پروژوکې  څه ناڅه يو ملياردو  اووه اتيا مليونه افغانۍ لګيږي چې د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه  په سلوکې  دخلکو  دلسو ونډې  په پام کې نيولوسره تمويلې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته