کابل باختر د ثور شلمه :
دبغلان ولايت په مربوطاتو کې دسيلاونو دراوتلو له امله پنځه تنه ووژل شول .
دغه راز په دغو سيلاونو کې داستوګنې نږدې درې سوه ديرش کورونه ويجاړ شوي دي او ددغه ولايت په نهو ولسواليو کې داته څلويښتو کليو داوسيدونکو بنسټيزو تاسيساتو ته زيات تاوان اوښتى دى .
دبغلان ولايت له پيښو سره دمبارزې د تياري دادارې رييس نصير احمد کهزاد دباختراژانس خبريال ته وويل ددغه ولايت دخنجانو ، بنو،ده صلاح، پل حصار ، جلګې ،بورکې ، فرهنګ ، ګذرګاه نور او دمرکزي بغلان په ولسواليو کې وروستيو سيلاونو پنځه تنه وژلي دي پنځه سوه څاروي له منځه وړي .
څلور سوه نهه بڼونه او داستوګنې يوسلو اووه نوي کورونه په بشپړه توګه ويجاړ کړي دي او څه دپاسه دوه سوه کورونه يې يوڅه زيانمن کړي دي
دغه راز په دغو ولسواليو کې يو زرو دوه سوه کورنۍ زيانمنې شوي او له خپلو کورونو څخه وتلي دي .
کهزاد وويل په دغو ولسواليو کې داستوګنې دکورونو ، کرنيزې ځمکې او دبڼونو په ويجاړيدو سربيره شپاړلس پلګي او پلګوټي ، داوبو رسولو دوه ديرش شبکې ، درې ويشت ژرندې ، داوبو دوه سوه نوي بندونه دڅلور ديرشو کيلومترو په اوږدوالي سړک ، داوبو بريښنا دوه کوچني بندونه ، پنځه ښوونځي او دوه جوماتونه هم ويجاړ شوي دي .
خبرځاى زياته کړه په زيارتو دغو کورنيو ددغې ادارې له خوا خوراکي توکي اولګښتي مالونه ويشل شوي دي او دغې مرستې لاتراوسه پورې دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل