په بغلان کې دسيرت النبي سيالي وشوه .
کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
دحج او اوقافو وزارت له خوا او دبغلان ولايت دحج او اوقافو رياست او دحرکت انقلاب اسلامي ګوند په همکاري په بغلان کې دسولې او ورور ولى تر شعار لاندې دسيرت النبي سيالي وشوه .
باختراژانس دبغلان ولايت دحج او اوقافو درييس مولوي عبدالرشيد مظهري له خولې خبرراکړ . دبغلان والي عبدالحي نعمتي په خبرو کې ددغې فرهنګي او ديني سيالۍ له ترسره کوونکو څخه دقدردانۍ په ترڅ کې دجنايي جرمونو دکچې دکمښت او دسولې دکاري موخو او پروګرامونو دتحقق په لاره کې په سنت اوشرعيت دخلکو دپوهاوي رول مهم او اساسي وباله .
دحج او اوقافو وزارت مسلکي معين عبدالحکيم منيب په خبرو کې دسيرت النبي دسيالۍ دمعنوي ارزښت دبيانولو په ترڅ کې دعمرې حج دسفر لپاره ديوولسو تحصيلي بورسونو دورکړې اوددغې سيالۍ په ګټوونکو دنورو سوغاتونو دويشلو خبرې وکړې .
ديادونې وړ ده چې په دې سيالي کې له پنځه ويشتو کلونو څخه دښکته عمر لرونکو ځوانانو ګډون کړى دى .
ختم_ عطاالله _+ اکرم