کابل باختردثور لومړي نيټه :
دوسله والوطالبانو څلور تنه سيمه ييز قوماندانان له خپلو شپاړلسو تنو افرادو سره په بغلان ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
دغه قوماندانان پخوا دپل حصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې له افغان اوناټو ځواکونوسره په جګړه کې و.
دسولې له بهيرسره دوسله والو طالبانو يوځاى شويو قوماندانانو نورالدين ، فهيم ، تاج الدين او رامين په يولړ مراسمو کې دسيمه ييزو چارواکو په وړاندي وويل ، له دې وروسته به دهيواد په بيا جوړولو او ودانولو کې به ونډه واخلي .
دبغلان ولايت دسولې شورا رييس عبدالصمد ستانکزي باختراژانس ته وويل، دسولې له بهيرسره ددغو قوماندانانو يوځاى کيدل، له جګړې څخه لاس اخيستو ته دنورو طالبانو په هڅولو اودامنيت په تامينولو کې مرسته کوي.
ده زياته کړه: دغو قوماندانانو خپل يوه اندازه سپکه او درانده جنګي وسايل هم دسولې بهيرته سپارلى دي .