په بغلان کې دخلکو څاروي واکسين شول .

کابل باختر د تلي  دويمه :
څه دپاسه درې زره غواګانې ، پسونه او وزې په بغلان ولايت کې د څارويو دناروغيو پرخلاف  واکسين شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغه واکسين دتطبيق پروګرام چې درې مياشتې مخکې  دبغلان ولايت  دکرنې او اوبو لګولو درياست  له خوا داغاخان دپرمختيايي بنسټ  او دهالند دکميټې  په همکارى دبغلان ولايت  په مرکز اواړوندو ولسواليو کې پيل شوي و ، پرون پاى ته ورسيد .
دبغلان ولايت  دمالدارى د روغتيايي خدمتونو آمر عبدالستار احمدي وويل  چې په دې موده کې  څه دپاسه  درې زره غواګانې ، وزې او پسونه په اته پنځوسو  ثابتو او ګرځنده مرکزونو کې  واکسين شوي دي .
  ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته