کابل باختر دوري دريمه
په بغلان ولايت کې داف ام په څپو دافغانستان دملي راډيو خپرونې پيل شوې .
مخکې له دې ملي راډيو دميديم په څپو کې دمحدودې ساحې په پوښښ سره يواځې په پلخمري ښار کې هغه هم د پرازيتو له ستونزې سره اوريدل کيده .
دبغلان ولايت دراډيو تلويزيون آمر محمدر فيع رفاه وايي په نشراتي پوښښ کې دمحدوديت او داواز د صافوالي دستونزې له امله يې په دغه ولايت کې دملي راډيو څپې بدلې کړى دى .