کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
په بغلان ولايت کې تيرماښام د يوې خونړۍ ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
د بغلان ولايت دترافيکو مدير څارمن سيدعالم د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه پيښه له يوه کرولا موټر سره د يوه موټر سايکل دټکر زيږنده وه .
يوه اړونده خبرځاى وويل : دغه پيښه د دعوت ليسې په وړاندې رامنځته شوه چې له امله يې يوتن ووژل شو او يو تن بل يې ټپي شو.
ويل کيږي قربانيان د موټرسايکل سپرلۍ وې او دکرولا موټر چلوونکى له ساحې څخه تښيدلى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ