ټولنه

په بغلان کې اورلګيدنې زيات تاوانونه واړول .

کابل باختر دوږي  دوه ويشتمه :
دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ  دلرګيو دپلورنې په بازار کې اور لګيدنې دمليونونو افغانيو تاوان واړاوه .
دمرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري باختراژانس ته وويل چې دغه اور دمرکزي بغلان ولسوالۍ دلرګيو  دپلورنې په بازار کې دګازو ديوه ډبې دچاودنې له امله ولګيد .
ده وويل چې ددغې اور لګيدنې له امله ددغه بازار دلرګيو پلورونکوته دمليونونو افغانيو تاوان اوښتى دى .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته