امنیت

په بغلان کې اعتراضونه پاى ته ورسيدل

کابل باختردزمري دمياشتې ٢٣نيټه :
د بغلان د زاړه ښار په ساحه کې د بغلان لويه لاره بيا د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
دغه لويه لاره نن سهار د اعتراض کوونکو له خوا تړل شوې وه.
د زاړه بغلان د پوليسو د ماموريت قوماندان څارمن اغامير غفوري باختر آژانس ته وويل: اعتراض کوونکو د زاړه ښار بازارته د منډوي د ليږدونې د مخنيوي په خاطرلاره تړلې وه چې د اعتراض کوونکو له استازو سره له خبرو وروسته دغه لويه لاره بېرته پرانستل شوه.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروالۍ ډاډ ورکړ چې د زاړه بغلان د اوسيدونکو ستونزې څيړل کيږي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته