امنیت

په بغلان ولايت کې وسله والو طالبانو ته د سردروند زيان واوښت

کابل باختر  دجوزاد مياشتې ٤ :
د بغلان ولايت دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې چاڼيزعمليات د يوولسو تنو وسله والوطالبانوپه وژل کيدو او د لسو تنو نورو په ټپي کيدو سره تيره شپه پاى ته ورسيدل.
دغه عمليات د افغان امنيتي ځواکونوله خوا درې ورځې مخکې د وسله والو طالبانوله شتون څخه ددغې ولسوالۍ دبيلابيلو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي وو.
دمرکزي بغلان د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل قدرت الله اخلاق د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات چې ددغې ولسوالۍ  دخلکو په غوښتنه  دجمهوري رياست د دويم پړاو  دانتخاباتو دامنيت دتامينولو  اوپه غير قانوني ډول   دعشر او زکات په نامه دوسله  والو طالبانو  له  خوا دپيسو د راټولولو  دبندولو په خاطر پيل شوي و، تيره شپه پاى ته ورسيدل.
اخلاق زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دوسله والو  طالبانو له شتون څخه ددغې
ولسوالۍ  ددولسو کليو په پاکولو سر بيره يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول
او لس تنه نور ټپيان شول  او دهغوى يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو
لاسته ورغلي دي .
ويل کيږي  په دغو عملياتو کې يوپوليس ټپي شوى او ملکي وګړو  ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته