امنیت

په بغلان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
په بغلان ولايت کې نن د يوه مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد او دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول.
د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د عامه نظم او امن د کنډک قوماندان سمونوال برهان الدين زاهد د باختر آژانس خبريال ته وويل : د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کوټې ستاره په ساحه کې په يو کرولا موټرکې د يو مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى شهيد شو او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
د مرکزي بغلان د روغتون مسوول ډاکتر خالد د يوه ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .
په دې وروستيوکې د افغانستان د خلکو دښمنان تل هڅه کوي چې د مقناطيسي ماينونو په ځاى پرځاى کولو سره د خلکو ترمنځ ډار او وحشت پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته