په بغلان ولايت کې دکانکور آزموينه واخيستل شوه .
کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
دهيواد د لوړو زده کړو په موسسوکې دشموليت په مقصد، دبغلان ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو دليسو د دولسمو ټولګيو له اووه زره اته سوه اويا تنو فارغانو څخه نن دکانکور ازموينه پيل شوه.
دغه ازموينه په څلورو ځوزو کې اخيستل کيږي او څلور ورځې يې دوام کوي .
دبغلان ولايت دپوهنې رييس داکتر محمد سعيد منصور باختر اژانس ته وويل: په دې ازموينه کې د بغلان دمرکز او د اړوندو ولسواليو دليسو اووه زره اته سوه اويا تنو فارغانو ګډون کړي دي .
ده څرګنده کړه چې د برخه والو له جملې څخه دوه زره نهه سوه دوه نوي تنه يې نجونې دي .
دغه راز دبغلان پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست سيد جاويد موسوي باختر اژانس ته وويل: دغه پوهنتون دکرنې ، ښوونې او روزنې ، ادبياتو او د انجنيري په پوهنځيوکې د يو زرو پنځه سوه تنومحصلانو د جذب ظرفيت لري .
دکانکور ازموينه دلوړو زده کړو وزارت داستازې، د بغلان د ولايتي شورا درييس او دبغلان پوهنتون ديو شمير استادانو تر نظر لاندې پيل شوه .