په بغلان ولايت کې دمجلس داستازي په يو غړي ناکام بريد.
کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
په بغلان ولايت کې دمجلس داستازي په يو غړي دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا بريد وشو او له دغه بريد څخه روغ رمټ پاتې شو.
په پارلمان کې دکندز دخلکو استازى سيد داود نادري دسپرلۍ په موټر دشپې داتو بجو په شاوخوا کې دبغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په کيله ګي ساحه کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا بريد وشو.
دبغلان ولايت دپوليسو قوماندان جنرال اکرم الدين صريح دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو ناپيژاندو وسله والو کسانو په بريد کې دمجلس دغه غړي ته زيان نه دى آوښتى خو د ده يو ساتوونکى شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
تراوسه پورې چا ددغې ناکامې پيښې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى او دبغلان امنيتي مقامات هم ددغې پيښې دڅيړنې دپيل کيدو خبر ورکوي.
په همدې حال کې دبغلان ولايت دعامې روغتيا د رياست درسنيو د دفتر مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني ددغه مجلس دغړي د دريو تنو ساتوونکو حالت ښه بللى دى.
د پارلمان استازى سيد داود نادري دسيد منصور زوى دافغانستان له مشهور سياستوالو څخه دى.