په بغلان ولايت کې دترافيکي پيښې له امله سخته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
په بغلان ولايت کې نن سهار  د ترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول  او  اووه څلويښت تنه نور ټپيان شول .
دبغلان له ولايت څخه  دباخترآ ژانس دخبريال دخبرله مخې :
دغه پيښه  دپلخمري ښار  دلسم غونډ په ساحه کې رامنځته شوه   چې يو ٤٠٤ ډوله  مسافر وړونکي بس موټر  چې له کندز څخه دپلخمري ښار په لور روان و دپوليسو  له يوې ليږدونکې واسطې سره ټکر وکړ .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست وياند ډاکتر شاه محمدهوفياني دباختر آژانس خبريال ته وويل :  چې په دې پيښه کې  درې تنه ووژل شول  او   اووه څلويښت تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې په ټپيانو کې نوولس تنه ماشومان او شپږ ښځې شاملې دي  او ددغې پيښې دلسو تنو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى  او دبغلان دروغتون ډاکتران دهغوى ددرملنې اوعلاج لپاره هلې ځلې کوي.
دبغلان ولايت دترافيکو  دمديريت دپيښو دڅيړنې آمر  ددغې پيښې علت دبس موټر دچلوونکي بې احتياطي وبلله او ويې ويل چې ددغې   واسطې ګړندى تګ ددغې  خونړۍ پيښې سبب شوى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته