خبرونهامنیت

په بغلان او تخار کې ګڼ شمیر وسلې کشف او تر لاسه شوې

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د هېواد په دوو ولايتونو کې د دغه وزارت د منسوبينو له لوري د ګڼ شمېر وسلو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷عمري قول اردو د کشفي منسوبینو له لوري په تخار او د بغلان ولایتونو په اندرابونو کې د کشفي راپورونو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې کشف او تر لاسه شوې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې
په دغو وسلو کې ۲ راکټونه، ۴ پيکاوې، ۱۲ کلاشينکوفونه، ۶ تومانچې، ۲ميله کربين ټوپک، ۲ ميله موش کوش شامل دي.
هېره دې نه وي، چې د ملي دفاع وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته