امنیت

په بغلان اوسمنګانو کې دنننۍ زلزلې په وخت کې دکانونو دڅو تنو کارګرانو بند پاتې شوي دي .

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه :
  د ننني زلزلې  په وخت کې  دکانونو څو تنه کارکوونکي  دسمنګانو او بغلان  دولايتونو  د ډبرو سکرو  په کانونوکې  په تونلونوکې  بند پاتې شوي دي .
  درارسيدلو خبرونو له مخې  دغه کارګران چې  دقيق شمير يې  معلوم نه دى  دننني زلزلې په وخت کې  د بغلان ولايت  په مرکز  پلخمري ښار کې دکرکر او دسمنګانو ولايت  د دره صوف  د ډبرو سکرو  دکانونو  په تونلونوکې  په کار بوخت و .
  دسمنګانو اوبغلان  دولايتونو  خبري سرچينو باختراژانس ته وويل  چې د ډبرو سکرو  دکانونو په تونلونوکې  د بند پاتې شويو  کارګرانو  دژغورنې لپاره   هلې ځلې پيل شوي دي .
  تراوسه پورې  ددغو کارګرانو دقيق شمير  او دهغوى دحالت په باب  معلومات نه دي ترلاسه شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته