په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د سېلاب ځپلو هېوادوالو سره د اسلامي امارت د خواخوږۍ پيغام

کابل، د غوايي ۲۲مه، باختر

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې د سېلابونو له امله زموږ لسګونه تنه هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي، ګڼ کورونه ویجاړ شوي او نور هم خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د دغې غمیزې له امله ټولو شهیدانو ته جنة الفردوس، ټپيانوته عاجله شفاء او زیانمنو شوو کورونیو ته نعم البدل غواړي.

همدا ډول د شهیدانو او زخمیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښيي، د حوادثو پر وړاندې د مبارزې وزارت، د دفاع او کورنیو چارو وزارت او همدا راز د ولایتونو مسوولینو ته لارښونه کېږي چې هرڅه ژر د خلکو د ژغورنې، د شهیدانو د راېستلو او د ټپيانو د معالجې لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.

همدا راز له هېوادوالو څخه غواړو چې د خپلو مصیبت ځپلو وروڼو سره د مرستې لپاره میدان ته را ودانګي او هرڅه چې په توان کې وي، له سېلاب ځپلو سره یې شریک کړي.

اسلامي امارت به هم د ټولو ممکنه امکاناتو په کارولو سره د خپل ولس په خدمت کې وي.

الله تعالی دې نور زموږ ولس له آفاتو او بلیاتو څخه وساتي او مصبیت ځپلو ته دې جمیل صبر ورنصیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته