په بغداد کې دچاودنوله امله د ٣٨ تنو وژل کيدل

_   بغداد بي بي سي   باختر دتلې دمياشتې  ٢٠ :
په بغداد کې په دريو موټرونو کې  دځاى پرځاى شويو بمونو دچاودنې له امله څه ناڅه  ٣٨ تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
باخترآژانس  دبهرنيو سرچينوله خولي   خبر راکړ  چې لا تراوسه پورې ددغو چاودنو مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى له  دې سره جوخت پرون  څه ناڅه څوارلس تنه نور عراقيان هم په دغه هېواد کې په جلاجلانښتو کې وژل شوي دي.
يوه له دغو چاودنو څخه  د بغداد  ښار په شمال  کاظميه سيمي د پلټنې په يوه پوسته کې وشوه  چې له امله يې يوولس تنه ووژل شول .
  دوه نورې چاودني د بغدادپه شمال لويديځ شولا سيمه  کې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته