ورزش

په بروکسل کې ډار اچوونکو پيښو د فوټبال په ورزش سيورى غوړولى دى

کابل  باختر د وري  دمياشتې ٤ :
په بروکسل کې  ډار اچونکو بريدونو داروپا د اتلانو د جام دفوټبال په سياليو  سيورى غوړولى دى.
د باختر آژانس دخبرله مخې :
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې ښايي د اروپا د اتلانو د جام سيالۍ له ننداره کوونکي پرته ترسره شي.
په فرانسه کې او په تعقيب يې په بروکسل کې ډار اچوونکو پيښو د  اروپا د فوټبال په فدراسيون کې دا انديښې را وټوکولې چې ښايي د اروپا د اتلانو د جام سيالۍ ترسره شي؛ خو له ننداره کوونکو  پرته  .
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې د اروپا فدراسيون د اجرائيه کميټې مرستيال جان کارلوامپته ته اروپا يوې مشهورې راډيو ( ٢٤راډيو ) دبروکسل د بريدونو په غبرګون کې ويلي دي چې دا نه شي کيداى چې په سلوکې د ډار اچوونکو پيښو مخه ونيول شي او دا هم نه شي کيداى چې سيالۍ وځنډول شي .
د اروپا د اتلانو د جام دسياليو راتلوونکى پړاو په تګ راتګ ډول په نږدې راتلوونکې کې ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته