ښرنه باخترد چنګاښ د مياشتې ۱۷ مه
د پکتيکا ولايت د برملې ولسوالۍ د انګور اډې په سيمه کې پاکستاني ملېشو په افغان خاوره د ا غزن سيم او کټاريو لګولو کارپيل کړی چې له امله يې خلکو اندېښنه را پارولې او د افغان دولت پر چوپتيا نيوکه کوي.
په داسي حال کې پاکستانۍ ملېشې دبرملې ولسوالۍ د انګور اډې په ځوابه غره د اغزن سيم اچولو کار پيل کړی چې له دې وړاندې يې د دغې سيمې ډېری د جلغوزو ونې ووهلې او د ياد غره په مهمو سيموکې يې پوځي تاسيسات جوړ کړل.
د برملې ولسوالۍ د وزيرو د قومي شورا مشر حاجي قدرت الله وزير په دې اړه وويل: سلګونه پاکستاني کارګر د ځوابه غره په څنډوکې د افغانستان په خاوره کې د اغزن سيم په لګولو بوخت دي.
وزير وړاندې وايي: (( د انګور اډې د ځوابه غره، خواجه خدر غره په سلګونو کيلو متره فاصله لري چې افغانستان خاوره يې ۳ کيلو مټره لاندې کړي پاکستانيان په کې اغزن سيم او ګټارۍ لګوي خو افغان دولت هېڅ برخورد نه ښايي.))
دى وايي: د دغې سيمې قومي مشران، ځوانان، ماشومان ان مېرمنې هم چمتو دي چې د خپلې خاورې د ساتلو په موخه له افغان دولت سره يو ځای وجنګېږي.
د دغې ولسوالۍ يو بل تن قومي مشر مبارز وزير وويل، چې د افغانستان د خاورې په ځوابه داغزن سيم لګول د افغانانو په ضد دي او موخه يې ترې د دوو وروڼو جدا کول او بېلتون دی.
دى وايي، پوليس يوازې نه دي د دېرشو زرو په شاوخوا کې د پولې دواړو غاړو ته ولسونه له افغان دولت سره دخپلې خاورې دساتنې په موخه هرډول قربانۍ ته چمتو دي خو که افغان دولت ورته وسلې ورکړي او پوليسو ته دکار د مخنيوي امر وکړي.
د برملې ولسوالۍ د سرحدي پوليسو قوماندان راز محمد بيا ووايي چې، افغان پوله ساتي ځواکونه پياوړي، چمتو او لوړ مورال لري خو د خپل دولت د امر منتظر دي.
دى که څه هم په دې اړه نور څه نه وايي، خو زياتوي چې ولسونه ورسره د کرښې په لومړۍ نقطه کې وي او د افغان ځواکونو هرډول ملاتړ او مرسته کوي.
د يادونې وړ ده چې د پکتيکا ولايتي مسؤلينو د دغې موضوع په اړه خبرې کول د مرکزي دولت کار وباله.
0 1 دقیقه لوستل