په برملې ولسوالي کې پر ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول
کابل / د وري ۶ مه / باختر
د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د دغه ولایت په برملې ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي مرسته او د RHDO موسسې په تخنیکي همکارۍ پر ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکې ووېشل شول.
په مرسته کې پرې کورنۍ یوه بورۍ اوړه، پنځه لېټره غوړي، دال، مالګه او د ماشومانو د خوارځواکۍ مواد ووېشل شول.
مسوولین وايي چې د پکتیکا په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم سروې روانه ده او ډېر ژر به په نورو ولسوالیو کې هم پر اړمنو کورنیو ورته خوراکي توکي ووېشل شي.
ن/ر