کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
دبرازيل دامازون ايالت په يوه جيل کې د اړو دوړ له امله څه ناڅه ٣٣ تنه ووژل شول.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ : دغه تاوتريخوالي دبرازيل دمانايوس ښار په يو جيل د اړو دوړ په بهير کې دشپږ پنځوسو تنو دوژل کيدو له پنځوورځو وروسته رامنځته کيږي چې له هغه څخه په دوو وروستيو پيړيو په بهير کې په برازيل جيل کې د ډيرې بدې وژنې په توګه ياديږي.
د آمازون ايالت دعدلې وزير اوزيل کاسترو ويلي دي چې دنشه يي توکو دقاچاقو د ډلو ترمنځ جګړه د پرونۍ د اړو دوړ او وژنې سبب دى.
ده وويل چې ديو شمير قربانيانو سرغوڅ کړى شوى دى.
داګريکولا دمونته کريستو په جيل کې اړو دوړ پرون سهار پيل شول خو دکاسترو دڅرګندونو له مخې اوس حالت تر کنټرول لاندى دى.
مقامات وايي چې پوليسو له ٨٧ بنديانو څخه د ٤٠ تنو په نيولو بريالي شوي دي چې دتيرې اوونۍ ديکشنبې په ورځ تښتيدلي وو.
0 1 دقیقه لوستل