په بد خشان ولايت کې شپږ ويشتو زرو تنو له بريښنا څخه ګټه وا خيسته

کابلباختردثور٧
د بدخشان ولايت دکوز يفتل په ولسوالۍ کې د اوبو بريښنا د توليد د دوو دستګاوو د فعاليت په پيل کېدو سره د دغې ولسوالۍ شپږ ويشتو زرو تنو اوسيدونکو له بريښنا څخه ګټه وا خيسته .
دغه دستګاوې چې پرون پرا نيستل شوې؛ د المان د اقتصادي او پرمختيايي همکاريو وزارت په مالي مرسته د دوه سوه ديرشومليونو افغانيو په لګښت فعالې شوې دي.
د بدخشان ولايت د انرژى او اوبو رئيس محمد رفيع بهمن باخترآ ژانس ته وويل چې لومړۍ دستګاه د دوه سوه اتيا کيلو واټه بريښنا په ظرفيت د کوز يفتل ولسوالۍ په غنبول کلي کې پرا نيستل شوه او د دوه زره کورنيو بريښنا تامينوي.
دبدخشان ولايت د انر ژى او اوبو رييس زياته کړه چې دويمه دستګاه د يو سلوپنځه ويشتو کيلو واټه بريښنا په ظرفيت دکوزيفتل په نالند کلي کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده چې د پنځه سوه درې ديرشوکورنيو ، څلويښتو دوکانونو او د اتلسو ټولګټو تاسيساتو بريښنا تامينوي.
ده څرګنده کړه چې د بدخشان په سلوکې لس خلک همدا اوس په بريښنا انرژي برلاسي لري او ددغه ولايت په سلوکې نوي نور خلک له بريښنا څخه بې برخې دي او اووه ديرشو ميګاواټه بريښنا ته اړ تياده چې د بدخشان ولايت ټول خلک له بريښنا څخه ګټه وا خلي.
د انرژي او اوبو وزارت سلاکار انجنير محمد ا مين منصف د جرمني له دولت څخه دقدردانۍ په ترڅ کې وويل: د اوبو او بريښنا د کوچنى بند پروژې  چې د جرمني د دولت له خوا په بدخشان کې ترلاس لا ندې دى؛ بايد د بدخشان خلک د دغو پروژو دکاري امنيت په تا مينولوکې له خپلو جرمني دوستانو سره هراړخيزه همکاري و کړي.
دغه راز د بريښنا موسسې رييس  نثار احمد شکيب وويل: هغه وارداتي بريښنا چې همدا اوس د مزو د غځولو کار يې دوام لري؛ په هغه صورت کې چې د المان پرمختيايي بانک پيسې يې ددغې ادارې په واک کې ورکړې، په دې اړوند به کار دوام و مومي او د بدخشان بريښنا به تامين شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته