په بدخشان کې ۱۷ طالبان ووژل شول
کابل / د چنګاښ ۲۰ مه / باختر
وسله والو طالبانو د بدخشان د کران او منجان پر ولسوالۍ ۱۰ ځلې یرغل کړی؛ خو بېرته په شا تمبول شوي او درانه تلفات ورته اوښتي دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي چې په نښتو کې د بهرنیانو په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور یې ټپيان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
وصال