امنیت

په بدخشان کې ښځې او مدني ټولنه : په ښځو دجنسي تيرى عاملان دې اعدام شي

کابل باختر د وږي  شپاړلسمه :
  دبدخشان ولايت  په سلګونو تنو ښځو او دمدني ټولنې غړو نن  په يوه اعتراضيه غونډه کې له جمهور رييس  څخه وغوښتل چې دپغمان دپيښې دډله ئيز تيرى عاملان په  سختو مجازاتو محکوم  کړي .
دبدخشان  په ولايت کې درضاکارو ښځو دټولنې رييسې انيسه  نبي يار ددغه جنايتکارانه عمل  دغندلو په ترڅ کې  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو ښځو دډله ئيز تيرى عاملان دې بايد په څرګند ډول اعدام شي .
دبدخشان ولايت دمدني ټولنې غړى سيد عمر هم دهيواد له جمهور رييس حامدکرزي څخه غواړي چې ډير ژر ددغو تيري کوونکو د اعدام حکم لاسليک او دهغوى په برخه کې  عدالت تطبيق کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته