په بدخشان کې په څو دکانونو کې اور ولګيد

٤٢- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د بدخشان د راغستان ولسوالۍ په څو دکانونو کې تېره شپه اور ولګيد.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني باختراژانس ته وويل چې دغه اور د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ د روينج آب د کلي د مندوي په بازارکې لګيدلى دى .
ويل کېږي چې دغه اورېد وسله والوطالبانو له خوا د راکټي بريد له امله لګيدلى دى چې څو دکانونه پکې سوځيدلي دي .
هغه زياته کړه چې د دغې اور لګيدنې د سر زيان او مالي تاوانونو په اړه دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
ختم_ ج ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته