په بدخشان کې په سلګونوکورنیو له خپلوکورونوڅخه وتښتېدل

کابل / د غبرګولي ۵ / باختر
څه نا څه ۵۰۰ کورنیو نن په کوزیفتل کې له خپلوکورونوڅخه وتښتېدل .
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وویل چې طالبانونن د کوزیفتل په ځینوبرخو برید وکړ او خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړشول.
هغه زیاته کړه چې په دې برید کې د شهربزرګ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال عبدالرحمن عمارپه ګډون ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۵ نورټپیان شول.
هغه وویل چې په دې برید کې ۲ ولسي پاڅون کوونکي هم شهیدان او یوبل ټپي شو.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته