کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٥مه
يوه ښځه او يو نارينه پرون د بدخشان په کوز يفتل ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شول.
د بدخشان د ولايتي شورا منشي احمد جاويد د باختر آژانس خبريال ته وويل: يو کرولا موټر چې پرون مازيګر له کوهستان ولسوالۍ څخه د فيض آبادښار په لور روان و، د کوز يفتل ولسوالۍ په مربوطاتو کې له واټ څخه ووت او يوې درې ته ورغورځېد.
د پېښې په پايله کې موټر چلوونکى له يوې ښځې سره ووژل شو او د يوې ښځې په ګډون درې نور ټپيان شول چې د درملنې لپاره ولايتي روغتون ته ولېږدول شول.
پاى ج ذ