امنیت

په بدخشان کې يو انسان تښتوونکى ونيول شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
په بدخشان ولايت کې نن يو تن  د انسان تښتونې په اړوند ونيول شو.
پوليس وايي چې دغه سړى په بدخشان ولايت کې دانسان تښتونې په لسګونو پيښوکې لاس لري او له زياتې مودې را په دې خوا د امنيتي مامورينو تر څارنې لاندې و.
عبدالرحمن د جرم ولسوالۍ په دشتک کلي کې د امنيتي مامورينوپه ځانګړو عملياتوکې ونيول شو .
په بدخشان کې يوې محکمې دغه سړى دانسان تښتونې په څو پيښو کې دلاس لرلو  په جرم په غيابي ډول په دولس کاله بند محکوم کړ.
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال بابه  جان دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې دغه سړي په بدخشان کې دانسان تښتونې په لسګونو پيښو کې لاس درلود او له زياتې مودې را په دې خو د پوليسو تر څارنې لاندې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته