امنیت

په بدخشان کې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢  :
پنځلس تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې د دوو جګړو په بهيرکې ووژل شول او په لسګونو تنه نوريې ټپيان شول.
دغه نښتې تېره شپه او نن سهار د خاش او جرم په ولسواليوکې دطالبانو دډله ييز بريد په بهيرکې رامنځته شوې دي .
د بدخشان ولايت يو پوځي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې  د طالبانو د ډلې د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٥ تنه وسله طالبان  ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل؛ طالبان د سر د دروند زيان له زغملو وروسته وتښتيدل او پوځيانو د هغوى په لسګونوجنګي وسايل او وسايط ترلاسه کړي دي.
ويل کيږي؛ په دغو جګړوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې : 
پوځيانو په بدخشان ولايت کې د دوو چاودنومخه ونيوله.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: وسله والو طالبانو دجرم او يمګان د ولسواليو په لويو لاروکې ماينونه ښخ کړي و چې دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ د پوځيانو له خوا کشف او شنډکړاى شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته