کابل باختر د تلي شلمه :
په سلګونو تنو وسله والوطالبانوته تراوسه پورې دبدخشان ولايت دبهارک او شهدا ولسواليو په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده .
دغه ټکى دملي دفاع وزارت د ځمکنيو قوتونو مرستيال تورنجنرال شهزاده نن په يو خبري کنفرانس کې څرګند کړ .
دبدخشان له ولايت څخه دباختراژانس دخبر يال دخبر له مخې ، دغه خبري کنفرانس چې دبدخشان ولايت دامنيه قوماندان جنرال بابه جان دملي امنيت درييس محمد حشم حشم دملي امنيت درياست دمرستيال جنرال نجيب الله نجيب او د ملي دفاع وزارت دځمکنيو قوتونو دمرستيال تورن جنرال شهزاده په ګډون په بدخشان ولايت کې دشاهين قول اردو دڅلورمې لوا دثبت او ادارې په مرکز کې جوړ شوى و ، تورن جنرال شهزاده وويل : دبهارک او شهدا په ولسواليو کې دامنيتي ځواکونو ددغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې په سلګونو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .او دغه راز د ګلبدين په نامه دطالبانو ديو سرګروپ په ګډون پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان دشهدا ولسوالۍ دبيرته نيولو په عملياتو کې وژل شوي دي .
ده دغه راز څرګنده کړه، ددغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې ددښمن يوه اندازه سپکې او درندې وسلې اومهمات دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دملي دفاع وزارت دځمکنيو قوتونو مرستيال تورن جنرال شهزاده دبدخشان خلکو ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلوونکې کې په وردوج ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو ګډ عمليات پيليږي . او دغه ولسوالۍ دوسله والوطالبانو له شتون څخه پاکوو . لکه څرنګه چې مو دشهدا ولسوالۍ دطالبانو له شتون څخه پاک کړى دى .
1 1 دقیقه لوستل