په بدخشان کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړېږي

کابل / د غویي ۲۹مه / باختر
د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو کار پرون پیل شو.
د بدخشان د کلیو د بیارغاونې او پراختیا رییس انجنیر خیرالدین خرد باختر آژانس ته وویل چې د څښاک اوبو دغه شبکه د دغه ولایت د یفتل ولسوالۍ په بر انار درې کلي کې د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت له بودجې څخه د دغې ولسوالۍ د پرمختیايي شورا د اوبو رسولو ریاست په همکارۍ د څه دپاسه ۲ میلیونو ۶۰۰ زرو افغانیو په لګښت جوړېږي.
هغه زیاته کړه چې د دغې پروژې د کار په بشپړېدو سره به ۱۲۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابره شي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته