ټولنه

په بدخشان کې د پنځه سوه هکتاره کرنيزې ځمکې اوبه برابرېږي

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
د بدخشان  په جرم ولسوالۍ کې د کرنيزو اوبو د يو کانال د جوړولوکار نن پيل شو.
  دغه کانال د درې اعشاريه شپږ کيلومترو په اوږدوالي  د څه د پاسه دوه سوه زره امريکايي  ډالرو په لګښت په جرم ولسوالۍ کې جوړېږي.
دجرم ولسوال احمدميرجواد وايي:د دغه کانال  لګښت  د اې کا اف ) دفتر ورکوي او د جوړولوکار به يې  په پنځو راتلونکو مياشتو کې پاى ته ورسېږي.
  هغه وويل:  ددغه کانال  په جوړولو سره  ٥٠٠ هکتاره  کرنيزې ځمکې ته اوبه برابرېږي او له ښيګڼې  څخه به يې ١١ پرمختيايي شوراګانې استفاده وکړي.
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته